سوره النساء (ښځې) (آیت 73)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۷۳

وَلَئِنْ أَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِنَ اللَّهِ لَيَقُولَنَّ كَأَنْ لَمْ تَكُنْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُ مَوَدَّةٌ يَا لَيْتَنِي كُنْتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًا 73 ٧٣

او كه چېرې پر تاسو باندې د الله له جانبه څه فضل وشي (، نو) دوى به خامخا (په داسې انداز كې) وايي ګویاكې ستاسو په مینځ كې او د هغه په مینځ كې هېڅ دوستي (او مینه) نه وه: كاشكې زه (هم) له دوى سره وَى، نو ډېره لویه كامیابي به مې حاصله كړې وَى (۷۳)

تفسیر
او که چیرته در ورسیږي تاسو ته -ای مسلمانانو- مهرباني د الله تعالی له طرفه په کامیابۍ او یا غنیمت سره نو خامخا وایې دا وروسته پاتې شوی کس د جهاد څخه لکه دا چې ستاسو له ډلې څخه نه وي او ستاسو او د هغه تر منځ څه مینه او ملګرتیا هم نه وي. کاش چې زه د دوی سره په دې جنګ کې وم نو زه به هم کامیاب شوی وم په هغه لویه کامیابۍ چې دوی پرې کامیاب شوي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ