تا ته چې څه خوشحالي هم دررسېدلې ده، نو د الله له جانبه ده او تا ته چې څه تكلیف هم دررسېدلى دى، نو (هغه) ستا د نفس له جانبه دى او (اى نبي!) ته مونږه د خلقو لپاره رسول لېږلى يې او كافي دى الله (د) ګواه (په حیث) (۷۹)
تفسیر
تاته چې څه دررسیږي -ای بنی ادمه- چې ته پرې خوشحالیږي د روزی او بچو نه نو دا ټول د الله تعالی له طرفه دي، په تا یې مهربانې کړې ده، او هغه چې تاته کوم داسې څه دررسیږي چې ته پرې خفه کیږې ستا د روزی باره کې او ستا د اولادونو باره کې نو دا ستا د نفس په وجه دي په سبب د هغه ګناهونو چې تا کړي دي. او بیشکه ته مونږ لیږلی یې -ای نبي- ټولو خلکو ته پیغمبر د الله تعالی له طرفه هغوی ته د الله تعالی رسالت رسوي، او کافي دی الله تعالی ګواه ستا په ریښتینولۍ باندې په هغه څه کې چې ته یې د الله تعالی له طرفه رسوې، په هغو دلیلونو چې تا ته الله تعالی درکړي دي.