سوره النساء (ښځې) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۷

لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ ۚ نَصِيبًا مَفْرُوضًا 7 ٧

د نارینه و لپاره حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، او د ښځو لپاره (هم) حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، له هغه (مال) نه چې لږ وي، یا ډېر وي، مقرر كړى شوې برخه ده (۷)

تفسیر
نارينه و لره شته دی برخه د هغه مال نه چې پریښی وي مور او پلار او خپلوانو لکه وروڼو او کاکاګانو وروسته د هغوی له مرګ نه، که دا مال لږ وي او که ډیر، او مېرمنو لره شته دی برخه د هغه مال نه چې دوی پریښی وي؛ خلاف د هغه حکم چې کوم د جاهلیت والاو وو چې زنانه او ماشومان به یې له میراث نه محرومول، دا برخه حق دی ښکاره اندازې والا د الله تعالی له طرفه فرض کړی شوې ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ