سوره النساء (ښځې) (آیت 80)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۸۰

مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ ۖ وَمَنْ تَوَلَّىٰ فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا 80 ٨٠

چا چې د رسول اطاعت وكړ، نو یقینًا هغه د الله اطاعت وكړ او څوك چې (له اطاعت نه) وګرځېده، نو ته مونږه پر هغوى باندې څارونكى (نګهبان) نه يې لېږلى (۸۰)

تفسیر
چا چې تابعداري د پیغمبر وکړه په عملي کولو د هغه څه چې پیغمبر پرې امر کړی دی، او په ځان ساتلو د هغه څه نه چې هغه ترې منع فرمایلې ده؛ نو په تحقیق سره دې غاړه کیخودله د الله تعالی حکم ته، او چاچې مخ واړاوه ستا د تابعدارۍ نه -ای پیغمبره- نو ته مه غمجن کیږه په هغه باندې، نو ته مونږه په هغه باندې څارونکی نه یې لیږلی چې د هغوی عملونه ساتې، یقینا مونږ د هغه عمل جمع کوو او حسابوو یې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ