سوره النساء (ښځې) (آیت 81)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۸۱

وَيَقُولُونَ طَاعَةٌ فَإِذَا بَرَزُوا مِنْ عِنْدِكَ بَيَّتَ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ غَيْرَ الَّذِي تَقُولُ ۖ وَاللَّهُ يَكْتُبُ مَا يُبَيِّتُونَ ۖ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا 81 ٨١

او دوى وايي: (زمونږ كار ستا) خبره منل دي، نو كله چې ستا له خوا نه ووځي (، بیا) په دوى كې یوه ډله د شپې مشورې كوي، له هغې خبرې نه غیر چې دوى كوله، او الله لیكي هغه خبرې چې دوى يې د شپې تدبیر كوي، نو ته له دوى نه مخ واړوه او په الله باندې توكل وكړه او الله كافي دى كارساز (۸۱)

تفسیر
او منافقان تاته په خپلو ژبو باندې وایې: مونږ ستا خبره منو او عملي کوو یې، چې بیا ستا د خوا نه ووځي نو چلونه جوړوي یوه ډله د دوی څخه په پټ ډول خلاف د هغه څه چې تا ته یې ښکاره کړي وو، او الله تعالی خه پوهیږي په هغو چلونو چې دوی یې جوړوي، او خامخا ورله د دوی په دې چل او دوکې سزا ورکوي، نو ته دوی ته مه ګوره؛ نو پس دوی تا ته هیڅ ضرر نشي دررسولی، او خپل ټول کارونه الله تعالی ته وسپاره، او په هغه اعتماد وکړه، او بس دی الله تعالی کار جوړوونکی چې ته په هغه باندې اعتماد کوې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ