سوره النساء (ښځې) (آیت 90)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۹۰

إِلَّا الَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىٰ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ أَوْ جَاءُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَنْ يُقَاتِلُوكُمْ أَوْ يُقَاتِلُوا قَوْمَهُمْ ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَاتَلُوكُمْ ۚ فَإِنِ اعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا 90 ٩٠

مګر هغه كسان چې د داسې قوم سره پیوند لري چې ستاسو په مینځ كې او د هغوى په مینځ كې معاهده (تړون) وي، یا هغوى تاسو ته راشي چې سینې يې له تاسو سره له جنګ كولو نه، یا له خپل قوم سره له جنګ كولو نه تنګې وي او كه الله غوښتلى (، نو) دوى به يې خامخا پر تاسو باندې زورور كړي وَى، بیا به دوى له تاسو سره خامخا جنګ كړى و، پس كه دوى له تاسو نه ډډه وكړي، نوله تاسو سره جنګ ونه كړي او تاسو ته د سولې درخواست وكړي، بیا نو الله تاسو لپاره په دوى باندې هېڅ لاره نه ده ګرځولې (۹۰)

تفسیر
مګر هغه کسان چې ځان یوځای کړي لدوی څخه داسې یو قوم ته چې ستاسو او د هغوی ترمنځ مضبوط لوظ وي په پریښودلو د جنګ باندې، او یا هغه کسان چې راغلي وي تاسو ته او حال دا چې تنګې شوي وي سینې د هغوی نو پس نه غواړي جنګ کول ستاسې سره او نه د خپل قوم سره، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی نو برلاسی کړی به یې وې په تاسو نو ستاسو سره به یې جنګ کړی و، نو پس قبول کړئ د الله تعالی له طرفه بچ ساتل ستاسو، او د هغوی په وژلو او بندي کولو لاس مه پورې کوئ، نو که چیرته هغوی ستاسو څخه یو طرف ته شول (په ډډه شول) او ستاسو سره یې جنګ ونه کړ، او غاړه یې کیښوده تاسو ته په داسې حال کې چې سوله کوونکي وو او پریښودنکي وو ستاسو جنګ لره، نو بس نده ګرځولې الله تعالی تاسو ته په هغوی باندې څه لاره د جنګ کولو او یا د هغوی د قیدې کولو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ