سوره النساء (ښځې) (آیت 91)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۹۱

سَتَجِدُونَ آخَرِينَ يُرِيدُونَ أَنْ يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُوا قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوا إِلَى الْفِتْنَةِ أُرْكِسُوا فِيهَا ۚ فَإِنْ لَمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُوا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ وَيَكُفُّوا أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ ۚ وَأُولَٰئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا مُبِينًا 91 ٩١

ژر دى چې تاسو به نور خلق ومومئ چې هغوى غواړي چې له تاسو نه په امن (او بېغمه) شي او له خپل قوم نه (هم) په امن شي، هر وخت چې فتنې (كفر او وراني) ته وبللى شي، (نو) په هغې كې نسكور پرېوځي، نو كه دوى له تاسو نه په ډډه نه شول، او تاسو ته يې سوله پېش نه كړله او خپل لاسونه يې (له جنګ) نه بند نه كړل، بیا نو تاسو دوى نیسئ او دوى وژنئ كوم ځای چې تاسو دوى ومومئ او دغه خلق دي چې مونږ تاسو ته د دوى په خلاف (د جنګ كولو) ښكاره دلیل ګرځولى دى (۹۱)

تفسیر
زر دی چې وبه مومئ تاسو -ای مومنانو- یوه بله ډله د منافقانو څخه چې تاسو ته خپل ایمان ښکاره کوي د دې لپاره چې خپل ځانونه بچ وساتي، او خپل قوم ته به کفر ښکاره کوي کله چې هغوی ته واپس شي چې د هغوی څخه هم خپل ځان بچ وساتي، کله چې دوی ته بلنه ورکړل شي په الله تعالی باندې کفر او شرک کولو ته نو دوی په هغې کې واقع شي په سختو واقع کیدلو سره، نو دا کسان کله چې ستاسو سره جنګ کول پرې نه ږدي، او تاسو ته غاړه هم کې نږدي په داسې حال کې چې صلح کوونکي وي، او ستاسو څخه خپل لاسونه هم بند نه کړي؛ نو ونیسئ دوی لره او ووژنئ دوی لره په کوم ځای کې چې مو بیاموندل، او دغه کسان چې دا صفتونه یې دي مونږ ګرځولی ستاسو لپاره د هغوی په نیولو او وژلو باندې ښکاره دلیل؛ د هغوی د دوکې او چل د وجې نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ