سوره النساء (ښځې) (آیت 92)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۹۲

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَنْ يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَأً ۚ وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَىٰ أَهْلِهِ إِلَّا أَنْ يَصَّدَّقُوا ۚ فَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ عَدُوٍّ لَكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ ۖ وَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَىٰ أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ ۖ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِنَ اللَّهِ ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا 92 ٩٢

او د هېڅ مومن لپاره دا حق نشته چې بل مومن قتل كړي مګر دا چې په خطا سره وي، او چا چې مومن په خطا سره قتل كړ، نو د یو مومن څټ (مریي، وینځې) ازادول لازم دي او دیت دى چې د هغه (مقتول) وارثانو ته به سپارلى شي، مګر دا چې هغوى (وارثان) يې معاف كړي، نو كه چېرې هغه ستاسو د دښمن له قوم ځنې وي او دا (مقتول) مومن وي، بیا نو د یو مومن څټ ازادول دي، او كه چېرې له داسې قوم ځنې وي چې ستاسو په مینځ كې او د هغوى په مینځ كې معاهده وي، نو بیا دیت دى چې د هغه وارثانو ته به سپارلى شي او مومن څټ (غلام، وینځه) ازادول دي، نو چا چې (څټ) ونه مونده، نو پرله پسې دوه میاشتې روژې نیول دي، د الله له جانبه د توبې لپاره۔ او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى (۹۲)

تفسیر
نه دي پکار مومن لره چې ووژني بل مومن مګر که د خطا په ډول ترې ووژل شي، او چا چې وواژه مومن د خطا په ډول نو په ده باندې لازم دي ازادول د یو څټ چې مريی وي، مومن وي کفاره د ده د کار نه، او لازمه ده د قاتل په خپلوانو باندې هغه چې د دې قاتل څخه میراث وړي د دیت ورکول، پوره پوره به یې د وژل شوي کس وارثانو ته ورکوي، مګر که بخښنه وکړي دا وارثان له دیت اخیستلو څخه نو بیا نه لازمیږی په دوی باندې دیت ورکول، او که چیرته دا وژل شوی کس د داسې یو قوم څخه وي چې هغه ستاسو سره جنګ کوونکی وي او مومن وي؛ نو بیا واجب دي په قاتل باندې ازادول د څټ د یو مومن مريي، او په ده باندې دیت نشته، او که چیرته وژل شوی کس مومن نه وي خو لکن د داسې یو قوم څخه وي چې ستاسو او د هغوی ترمنځ لوظ وي لکه د ذمیانو په شان، نو بیا لازم دی د قاتل په خپلوانو باندې هغه چې وارثان وي د دې قاتل دیت پوره پوره به يې ورکوي د وژل شوي کس وارثانو ته، او لازم دي په قاتل باندې ازادول د څټ د یو مريی چې مومن وي کفاره د خپل کار څخه، نو که چیرته دا قاتل بیانه مومي څوک چې ازاد یې کړي او یا د قیمت ورکولو وس نه لري، نو پس لازم دي په ده باندې دوه میاشتی پرلپسي روژه نیول پر لپسې چې په منځ کې به یې روژه نه ماتوي، د دې لپاره چې الله تعالی رجوع د رحمت وکړي په ده باندې په سبب د هغه کار چې ده کړی دی، او دی الله تعالی پوهه د خپلو بندګانو په عملونو او د هغوی په نیتونو، حکیم ذات دي په خپل شریعت او تدبیر کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ