سوره النساء (ښځې) (آیت 93)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۹۳

وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا 93 ٩٣

او هغه څوك چې مومن په قصد (او ارادې) سره قتل كړي، نو د هغه سزا جهنم دى، چې همېشه به په هغه كې وي او الله په ده باندې غضب كړى دى او په ده يې لعنت كړى دى او د ده لپاره يې بېخي لوى عذاب تیار كړى دى (۹۳)

تفسیر
او څوک چې پرته له حقه يو مؤمن په لوی لاس ووژني، نو د هغه سزا به د تل لپاره دوزخ ته ننوتل وي، که يې دا حلال وبلل او يا يې توبه ونه ويستله، او الله به پرې غصه وي، او له خپلې لورېينې به يې لېرې کړي او د دغې لويې ګناه ترسره کولو له امله به د هغه لپاره لوی عذاب چمتو کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ