او هغه كسان دې ووېرېږي چې كه چېرې دوى له خپل ځان (له مرګ) نه وروسته كمزوري بچي پرېږدي، (نو) دوى به په هغو باندې وېرېږي، نو لازم ده چې له الله نه دې ووېرېږي او سمه نېغه خبره دې وكړي (۹)
تفسیر
او ودې ویریږي هغه کسان چې که چیرته مړه شي دوی او وروسته پریږدي واړه او کمزوري بچي، نو دوی ویریږي پر دوئ باندې د ضایع کیدو نه، نو پس د الله تعالی څخه دې وویریږي د هغه چا باره کې چې د دوی د ولایت لاندې وي په پریښودلو د ظلم سره په دوی باندې، تر دې چې الله تعالی دوی ته برابر کړي هغه څوک چې د دوی له مرګ نه وروسته د دوی د بچو سره نیکي وکړي لکه څرنګه نیکي چې دوی کړې وه، او ښه رویه دې وکړي د هغه چا د بچو باره کې چې د دې وصیت ته حاضریږی چې ښه خبره ورته وکړي برابره د حق سره دا نه چې په خپل وصیت کې د خپلو وارثانو په حق کې ظلم وکړي، او د وصیت په پریښودلو سره دې ځان د خیر څخه هم نه محروموي.