سوره غافر (بښونکی) (آیت 22)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
40
غافر(غافر)، آیت ۲۲
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانَتْ تَأْتِيهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَكَفَرُوا فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ ۚ إِنَّهُ قَوِيٌّ شَدِيدُ الْعِقَابِ
دغه په دې سبب چې یقینًا دوى داسې وو چې دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړل، نو (بیا هم) دوى كافران شول، نو الله دوى ونیول، بېشكه هغه، ډېر زورور، ډېر سخت عذاب والا دى (۲۲)
تفسیر
دغه عذاب چې هغوی ته ورسېدلو، يوازې د دې له امله چې هغوی ته د الله له لوري له څرګندو نښانو او ښکاره دلايلو سره يې رسولان راغلل، خو هغوی په الله کفر وکړ او د هغه رسولان يې درواغجن وګڼل، سره له دې چې هغوی پياوړي وو خو الله راونيول او تباه يې کړل، له شک پرته هغه سپېڅلی ذات پياوړی او د هغه چا لپاره د سختې سزا ورکوونکی دی چا چې کفر پرې کړی او رسولان يې درواغجن ګڼلي دي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: