سوره غافر (بښونکی) (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۲۷

وَقَالَ مُوسَىٰ إِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمْ مِنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسَابِ 27 ٢٧

او موسٰى وویل چې بېشكه ما د خپل رب او ستاسو د رب پناه نیولې ده له هر تكبر كوونكي نه، چې د حساب په ورځې ایمان نه لري (۲۷)

تفسیر
او موسی عليه السلام چې کله د فرعون په ګوت څنډنه پوه شو ويې ويل: ما خپل پالونکي او ستاسو پالونکي ته له هر هغه لويي کوونکي پناه وړې چې له حق او پر هغه د ايمان راوړلو څخه لويي کوي، چې د قيامت پر ورځ او په هغو کې د حساب او سزا په اړه باور نه لري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ