سوره غافر (بښونکی) (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۲۸

وَقَالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَنْ يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءَكُمْ بِالْبَيِّنَاتِ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ وَإِنْ يَكُ كَاذِبًا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُ ۖ وَإِنْ يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُمْ بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ 28 ٢٨

او په اٰل فرعون كې یو مومن سړي چې خپل ایمان يې پټ ساتلو، وویل: ایا تاسو یو سړى په دې وجه وژنئ چې هغه وايي: زما رب الله دى، حال دا چې یقینًا هغه تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیلونه هم راوړي دي او كه دى دروغجن وي، نو په همده باندې د خپلو دروغو ضرر دى او كه دى رښتینى وي (نو بیا خو به) تاسو ته د هغه (عذاب) ځینې برخه درورسېږي چې دا يې تاسو ته وعده دركوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه له حده تېرېدونكى، ډېر دروغجن وي (۲۸)

تفسیر
د فرعون له کورنۍ يو پر الله ايمان لرونکي سړي په داسې حال کې چې له خپل قومه يې ايمان پټولو، د هغوی لخوا يې د موسی د وژلو هوډ بد ګڼلو وويل: آيا تاسو پرته له ګناه يوسړی يوازې له دې امله وژنئ چې وايي: زما پالونکی الله دی، په داسې حال کې چې تاسو ته له داسې دليلونو او حجتونو سره راغلی چې د هغه د دغې دعوې پر رېښتينولۍ دلالت کوي چې هغه د خپل پالونکي لخوا را لېږل شوی دی؟! که چېرې هغه درواغجن وي، نو د درواغو زيان به يې هغه ته راګرځي، او که رېښتينی وي، نو ځينې هغه سزا به په بيړه در ورسيږي چې ژمنه يې درسره کوي، له شک پرته الله هغه چاته د حق توفيق نه ورکوي چې د هغه له پولو اوړي، پر هغه او د هغه پر رسولانو تور تړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ