سوره غافر (بښونکی) (آیت 39)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۳۹

يَا قَوْمِ إِنَّمَا هَٰذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا مَتَاعٌ وَإِنَّ الْآخِرَةَ هِيَ دَارُ الْقَرَارِ 39 ٣٩

اى زما قومه! بېشكه همدا خبره ده چې دغه دنيايي ژوند خو لږه فايده ده او یقینًا اخرت چې دى، هم هغه د قرار كور دى (۳۹)

تفسیر
ای زما قومه! دغه د دنيا ژوند په ختمېدونکو مزو ګټه اخېستنه ده، نو پای ته رسېدونکې ګټه مو دې دوکه نه کړي، او د آخرت په ژوند کې چې کوم تلپاتې نه ختمېدونکي پېرزوينې دي هغه د تلپاتې کرارۍ او اوسېدو ځای دی، نو د الله په پيروۍ د هغه لپاره عمل وکړئ او د آخرت له عمله د دنيا په ژوند له بوختېدو ډډه وکړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ