سوره غافر (بښونکی) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۳

غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ 3 ٣

د ګناهونو بخښونكى او د توبې قبلوونكى دى، ډېر سخت عذاب والا د لوى فضل والا دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، خاص هم ده ته بېرته ورتله دي (۳)

تفسیر
د ګناهکارو د ګناهونو بښونکی، له بندګانو يې چې څوک توبه وباسي د هغو توبه منونکی، او څوک يې چې له ګناهونو توبه نه وباسي د هغو لپاره سخت عذاب ورکوونکی، د ښېګڼې او فضل څښتن، له هغه پرته بل په حقه معبود نشته، د قيامت په ورځ يوازې همغه د پناه ځای دی، نو هغوی ته به د هغه څه بدله ورکړي چې وړ يې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ