سوره غافر (بښونکی) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۴۸

قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُلٌّ فِيهَا إِنَّ اللَّهَ قَدْ حَكَمَ بَيْنَ الْعِبَادِ 48 ٤٨

هغه كسان به (په جواب كې) ووايي چې تكبر يې كړى و: بېشكه مونږ ټول په دغه (دوزخ) كې یو، بېشكه الله د بنده ګانو په مينځ كې فیصله كړې ده (۴۸)

تفسیر
لويي کوونکي مشران به ووايي: له شک پرته موږ په اور کې سره برابر يو که پيروان يو او که مشران، له موږ يو هم د بل سزا نه شي اخېستلی، له شک پرته الله د بندګانو تر منځ پرېکړه کړې ده، چې هر چاته يې له عذابه هغه څه ورکړي چې وړ يې و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ