سوره غافر (بښونکی) (آیت 61)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۶۱

اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ 61 ٦١

الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه پیدا كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دې كې ارام حاصل كړئ او ورځ يې روښانه (ګرځولې ده)، بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر فضل كولو والا دى او لېكن د خلقو اكثریت شكر نه وباسي (۶۱)

تفسیر
الله هغه ذات دی چې شپه يې ستاسو لپاره تياره کړې ده تر څو پکې آرام شئ او راحت وکړئ، او ورځ يې رڼا او روښانه ګرځولې ده ترڅو کار پکې وکړئ، بېشکه الله پرخلکو د لویې پېرزوينې څښتن دی کله يې چې پر هغوی خپل ښکاره او پټ نعمتونه بشپړ کړي دي، خو ډېر خلک د هغه پاک ذات پر هغو نعمتونو شکر نه وباسي چې پر هغوی يې کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ