سوره غافر (بښونکی) (آیت 62)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۶۲

ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ 62 ٦٢

دغه الله ستاسو رب دى چې د هر شي پیدا كوونكى دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر همدى دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ (۶۲)

تفسیر
همدغه الله دی چې پرتاسو يې خپل نعمتونه پېرزو کړي دي هغه د هر څه پيداکوونکی دی، له هغه پرته بل پيداکوونکی نشته، يوازې هغه په حقه د عبادت وړ دی، نو څنګه د هغه دعبادت څخه د بل چابنده ګۍ ته ګرځئ چې د ګټې او زيان واک نه لري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ