سوره غافر (بښونکی) (آیت 67)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۶۷

هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ يُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُونُوا شُيُوخًا ۚ وَمِنْكُمْ مَنْ يُتَوَفَّىٰ مِنْ قَبْلُ ۖ وَلِتَبْلُغُوا أَجَلًا مُسَمًّى وَلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ 67 ٦٧

دى همغه ذات دى چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا يې له نطفې نه، بیا يې د وینې له ټوټې نه: بیا هغه تاسو راوباسي، په داسې حال كې چې واړه (ماشومان) يئ، بیا (هغه ستاسو تربیت كوي)، د دې لپاره چې تاسو خپل قوت (او ځوانۍ) ته ورسېږئ، بیا (مو ژوندي ساتي) د دې لپاره چې زاړه (بوډاګان) شئ، او ځینې په تاسو كې هغه دي چې له دغه (وخت) نه مخكې وفات كولى شي. او (تاسو ساتي) د دې لپاره چې تاسو مقررې نېټې ته ورسېږئ او د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ (۶۷)

تفسیر
هغه ذات[الله] دی چې ستاسو پلار آدم يې له خاورې پيداکړی، بيا له هغه وروسته يې ستاسو پيدايښت له نطفې (مني) وګرځولو، بيا يې له نطفې وروسته له ټينګې وينې څخه، بيا له دغه وروسته مو د ميندو له ګېډو د وړو ماشومانو په توګه راباسي، بيا تاسو د بدن د سختوالي عمر ته رسېږئ، بيا دومره لوېږئ چې بوډا کېږئ، او ځينې مو له دې مخکې مري، د دې لپاره چې د الله په پوهه کې ټاکلې مودې ته ورسېږئ، له هغه نه کمېږئ او نه پر هغه زياتېږئ، او کېدای شي د دغو حجتونو او دليلونو په مرسته د هغه پر قدرت او يووالي ګټه پورته کړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ