او هغه (الله) تاسو ته خپلې نښې ښیي، نو تاسو د الله له كومو نښو نه انكار كوئ؟ (۸۱)
تفسیر
او هغه پاک ذات تاسو ته پر خپل قدرت او يووالي دلالت کوونکې نښانې درښيي، نو کومې نښانې دي چې تاسو يې نه منئ وروسته تردې چې ستاسو په وړاندې ثابتې شوې چې هغه د الله نښانې دي.