نو كه دوى مخ وګرځاوه، نو ته (دوى ته) ووایه: زه تاسو د عادیانو او ثمودیانو د سخت عذاب په مثل عذاب نه وېروم (۱۳)
تفسیر
ای رسوله! که چېرې دغو خلکو پر هغه څه له ايمان راوړلو مخ واړولو چې ته ورسره راغلی يې، نو بيا ورته ووايه: ما له هغه عذابه ووېرولئ چې پر تاسو راتلونکی دی، لکه کوم عذاب چې د هود پر قوم عاد او صالح پر قوم ثمود راغلی و کله چې هغوی يې رسولان درواغجن وګڼل.