سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۱۶

فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي أَيَّامٍ نَحِسَاتٍ لِنُذِيقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَخْزَىٰ ۖ وَهُمْ لَا يُنْصَرُونَ 16 ١٦

نو مونږ په دوى باندې په څو ډېرو سپېرو ورځو كې ډېر زورور یخ باد راخوشې كړ، د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې په دنيايي ژوند كې د رسوايي عذاب وڅكوو، او یقینًا د اخرت عذاب ډېر رسواكوونكى دى، په داسې حال كې چې د دوى به مدد نه كولى شي (۱۶)

تفسیر
نو پر هغوی مو داسې تیزه سيلۍ ورولېږله چې وېروونکی آواز يې لرلو، په داسې د بدبختيو په ورځو کې چې په هغو کې پر دوی عذاب و، تر څو هغوی ته د د نيا په ژوندانه کې د خوارۍ او سپکاوي عذاب ور وڅکو، او د آخرت هغه عذاب چې انتظار يې کوي د سپکاوي له پلوه ډېر زيات دی، او هغوی به له عذابه د ځانونو د خلاصېدو لپاره څوک ونه مومي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ