سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۲۸

ذَٰلِكَ جَزَاءُ أَعْدَاءِ اللَّهِ النَّارُ ۖ لَهُمْ فِيهَا دَارُ الْخُلْدِ ۖ جَزَاءً بِمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ 28 ٢٨

دغه د الله د دښمنانو بدله ده، چې اور دى، د دوى لپاره په دغه (اور) كې د همېشه والي كور دى، په داسې حال كې چې (دغه) بدله ده، په سبب د هغه چې دوى زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه (۲۸)

تفسیر
دغه ياده شوې سزا د الله د هغو دښمنانو سزا ده چې پر هغه يې کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي دي: اور چې د هغوی لپاره به تلپاتې کېدل وي پکې او هيڅکله به پای ته ونه رسيږي، دا د هغوی د الله له آيتونو د انکار او پر هغو د ايمان نه راوړلو جزا ده، سره له دې چې هغه آيتونه څرګند او حجت يې قوي و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ