او د خبرې په لحاظ له هغه چا نه څوك ډېر ښه دى چې الله ته بلنه كوي او نېك عمل كوئ او وايي چې بېشكه زه له مسلمانانو ځنې یم؟ (۳۳)
تفسیر
او هيڅوک تر هغه غوره وينا والا نه دی چې د الله يووالي او د هغه پر شريعت عمل کولو ته بلنه کوي، او نېک عمل کوي چې پالونکی يې خوشحالوي او وايي: له شک پرته زه له مسلمانانو الله ته له غاړه اېښودونکو يم، نو چا چې دغه ټول وکړل، هغه تر ټولو خلکو د غوره وينا والا دی.