سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۳۴

وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ۚ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ 34 ٣٤

او نېكي او بدي هیڅكله سره نه برابرېږي. ته په هغې طریقې سره جواب وركوه چې تر ټولو ښه وي، نو ناڅاپه به هغه كس چې ستا په مینځ كې او د هغه په مینځ كې دښمني وي، داسې شي ګویا كې هغه ستا ډېر مهربان دوست دى (۳۴)

تفسیر
او نه برابريري د هغو نېکيو او پيرويو ترسره کول چې الله خوشحالوي او نه د هغو بديو او ګناهونو کول چې الله غوسه کوي، له خلکو چې څوک بدي درسره کوي د هغوی بدي په داسې طريقه له منځه يوسه چې ښه وي، نو هغه څوک چې ستا او د هغه ترمنځ پخوانۍ دښمني وه، کله چې د هغه د بدۍ ځواب له هغه سره په نېکۍ کولو ورکړې، نو هغه به لکه نېږدې خپل مهربانه شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ