سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۳۶

وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۖ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ 36 ٣٦

او كه خامخا تا ته د شیطان له جانبه څه وسوسه راشي، نو ته په الله پورې پناه ونیسه، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى (۳۶)

تفسیر
او که په هر وخت کې شيطان د شر وسوسه در واچوله، نو په الله پورې پناه غواړه او هغه ته مخه کوه، بېشکه هغه د هغه څه اورېدونکی دی چې ته يې وايې او ستا پر حال ښه پوه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ