سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۴۰

إِنَّ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي آيَاتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَا ۗ أَفَمَنْ يُلْقَىٰ فِي النَّارِ خَيْرٌ أَمْ مَنْ يَأْتِي آمِنًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ ۖ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 40 ٤٠

بېشكه هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كاږه روان دي (او غلطې معناګانې كوي)، نو دوى پر مونږ پټ نه دي، ایا نو هغه څوك چې په اور كې غورځولى شي، ډېر غوره دى، یا هغه څوك چې د قیامت په ورځ (له عذاب نه) په امن كې راشي، څه چې ستاسو خوښ وي هغه كوئ، بېشكه هغه (الله) په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى (۴۰)

تفسیر
بېشکه هغه خلک چې د الله په آيتونو کې له حقه په انکار او د آيتونو په درواغ ګڼلو او بدلولو کوږوالی کوي، د هغوی حال له موږ پټ نه دی، موږ پرې پوهېږو، نو آيا څوک چې په اور کې اچول کيږي هغه غوره دی او که هغه څوک چې د قيامت په ورځ له عذابه په امن کې راشي؟ ای خلکو له خير او شره چې څه غواړئ کوئ يې، بېشکه موږ خير او شر درته بيان کړل، له شک پرته الله له دغو دواړو د هغه څه ليدونکی دی چې تاسو يې کوئ، له هغه ستاسو له اعمالو هيڅ هم پټ نه دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ