سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 44)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۴۴

وَلَوْ جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا أَعْجَمِيًّا لَقَالُوا لَوْلَا فُصِّلَتْ آيَاتُهُ ۖ أَأَعْجَمِيٌّ وَعَرَبِيٌّ ۗ قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ آمَنُوا هُدًى وَشِفَاءٌ ۖ وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِي آذَانِهِمْ وَقْرٌ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى ۚ أُولَٰئِكَ يُنَادَوْنَ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ 44 ٤٤

او كه مونږ دا (كتاب) عجمې قرآن ګرځولى وى، (نو) دوى به ضرور ویلى چې ولې د ده ایتونه واضح نه دي بیان شوي، ایا (كتاب) عجمي دى او (نبي يې) عربي دى، ته (دوى ته)  ووایه: دغه (قرآن) د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى؛ هدایت او شفا دى او هغه كسان چې ایمان نه راوړي؛ د هغوى په غوږونو كې دروندوالى دى، په داسې حال كې چې دغه (قرآن) په دوى ړوندوالى دى. دغه خلق (كفار ګویاكې داسې) دي چې دوى ته له ډېر لرې ځایه اواز كولى شي (۴۴)

تفسیر
او که مو دغه قرآن له عربي پرته په بله ژبه نازل کړی وای، نو له هغوی به کافرانو ويلي وو: ولې يې آيتونه داسې نه دي بيان کړل شوي چې موږ پرې پوهېدلی، آيا قرآن عجمي دی او څوک چې ورسره راغلي هغه عربي؟ ای رسوله! دغو خلکوته ووايه: دغه قرآن د هغو کسانو لپاره چې پر الله ايمان راوړي او رسولان يې رېښتيني ګڼي له لارورکۍ لارښوونه او د هغوی په سينو کې چې کومه ناپوهي ده او د کوم څه چې پيروي کوي د هغو لپاره درملنه ده، او هغه کسان چې پر الله ايمان نه راوړي په غوږونو کې يې دروندوالی دی، چې پر هغوی بوج دی، نه پرې پوهيږي، دغه خلک چې پر دغو صفتونو متصف دي داسې دي لکه يو څوک چې له لرې رابولې، نو هغوی به د آواز کوونکي غږ څنګه واوري!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ