سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 51)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۵۱

وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الْإِنْسَانِ أَعْرَضَ وَنَأَىٰ بِجَانِبِهِ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ فَذُو دُعَاءٍ عَرِيضٍ 51 ٥١

او كله چې مونږ په انسان باندې انعام وكړو (نو) دى (له حقه) مخ واړوي او خپل جانب (ځان) لرې كړي او كله چې ده ته سختي ورسېږي، نو بیا د ډېرې اوږدې دعا والا وي (۵۱)

تفسیر
او کله چې پر انسان د روغتيا، سلامتۍ او ورته پېرزوينې ولوروو، نو د الله له ياد او پيروۍ بې پروا شي، او د تکبر له امله مخ اړوي او په څنګ شي، او کله چې ناروغي، بې وزلي او ورته څه ور ورسيږي، نو هغه الله لره د ډېرې دعا کوونکی وي، له هغه څه ورته شکایت کوي چې ور رسېدلي دي تر څو يې ترې لرې کړي، نو هغه د خپل پالونکي شکر نه باسي، کله چې پرې پېرزوينه وکړي او کله چې وازمويل شي پر ازموينه يې صبر نه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ