سوره الشورى (مشوره) (آیت 12)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
42
الشورى(الشورى)، آیت ۱۲
لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
خاص هم دغه (الله) لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي۔، هغه چا لپاره چې وغواړي رزق فراخوي او (چا لپاره چې وغواړي) تنګوي يې۔، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه عالم دى (۱۲)
تفسیر
يوازې هغه لره د آسمانونو او ځمکې د زېرمو چابيانې دي، له بندګانو يې چې چاته وغواړي د ازموينې په توګه يې روزي ورپراخوي، چې آيا شکر کوي او که کفر کوي؟ او چاته چې وغواړي د ازميښت په ډول يې روزي تنګوي چې صبر کوي او که د الله په تقدير په غوسه کيږي؟ له شک پرته هغه پر هر څه پوه دی له هغو شيانو هيڅ هم ترې پټ نه دي په هغو کې يې د بندګانو ګتې وي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: