سوره الشورى (مشوره) (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۱۵

فَلِذَٰلِكَ فَادْعُ ۖ وَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ ۖ وَقُلْ آمَنْتُ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنْ كِتَابٍ ۖ وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ ۖ اللَّهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ ۖ لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ ۖ لَا حُجَّةَ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ ۖ اللَّهُ يَجْمَعُ بَيْنَنَا ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ 15 ١٥

نو ته همدغه (توحید) ته بلنه كوه۔ او په استقامت اوسه، لكه څنګه چې تا ته حكم دركړى شوى دى او د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته وایه: ما په هر هغه كتاب ایمان راوړى دى چې الله نازل كړى دى او ما ته حكم راكړى شوى دى چې ستاسو په مینځ كې انصاف وكړم۔، الله زمونږ رب دى او ستاسو رب دى، زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او تاسو لپاره ستاسو عملونه دي۔ (حق ښه واضح شو، نو زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مينځ كې هېڅ جګړه نشته۔، الله به مونږ ټول سره راجمع كړي۔ او خاص همده ته بېرته ورتلل دي (۱۵)

تفسیر
دغه مستقيم (نېغ) دين ته بلنه کوه، د الله له امر سره سم پرې ټينګ اوسه، او د هغوی د باطلو هوسونو پيروي مه کوه، او د هغوی د شخړې پر مهال ووايه: پر الله او پر هغو کتابونو مې ايمان راوړی چې پر رسولانو يې نازل کړي دي، او الله امر راته کړی چې ستاسو ترمنځ په عدل پرېکړه وکړم، الله هغه ذات دی چې بنده ګي يې کوم، زموږ او ستاسو ټولو پالونکی دی، زموږ لپاره خپل عملونه دي ښه وي او که بد، ستاسو لپاره خپل عملونه دي ښه وي او که بد، وروسته تردې چې دليل څرګند او سمه لار په ډاګه شوه زموږ او ستاسو تر منځ جګړه نشته، الله به موږ ټول را غونډ کړي، او د قيامت په ورځ يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، نو هر چاته به هغه بدله ورکړي چې وړ يې وي، چې هغه مهال به رېښتينی له درواغجن او حق والا به د باطل والا څخه بېل شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ