سوره الشورى (مشوره) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۱۹

اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ 19 ١٩

الله په خپلو بنده ګانو ډېر مهربان دى، هغه روزي وركوي چا ته چې وغواړي، او هم دى ډېر زورور، ښه غالب دى (۱۹)

تفسیر
الله پر خپلو بنده ګانو د مهربانۍ څښتن دی، چاته چې وغواړي روزي ورکوي، نو روزي يې ورته پراخوي او چاته چې وغواړي پرې تنګوي يې د خپل حکمت او مهربانۍ د غوښتنې له مخې او هغه داسې ځواکمن دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای همهغه له خپلو دوښمنانو غچ اخلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ