سوره الشورى (مشوره) (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۲۳

ذَٰلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ۗ قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَىٰ ۗ وَمَنْ يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ 23 ٢٣

دغه دى هغه شى چې الله يې خپلو هغو بنده ګانو ته زېرى وركوي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي۔، ته (دوى ته) ووایه: زه له تاسو نه په دغه (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (مزدوري) نه غواړم، لېكن په خپلوۍ كې مینه (د خپلولۍ مينه) (غواړم) او هر هغه څوك چې نېكي وكړي مونږ به هغه ته په دغې (نېكۍ) ښايست ورزیات كړو، بېشكه اللٰه ډېر مغفرت كوونكى ډېر قدردان (شكر قبلوونكى) دى (۲۳)

تفسیر
دا هغه لوی زيری دی چې الله د خپل رسول په لاس هغو کسانو ته پرې زيری ورکوي چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، ووايه ای رسوله!: زه له تاسو د حق په رسونه بدله نه غواړم مګر يوازې يوه هغه بدله چې ګټه يې تاسو ته درګرځېدونکې ده، او هغه دا چې له ما سره په تاسو کې زما د خپلوۍ له امله مينه ولرئ چاچې يوه نيکي تر لاسه کړه، موږ به يې بدله ورته څو برابره کړو، يوه نيکي به لس برابره کړو، بېشکه الله له بندګانو يې د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې هغه لره توبه وباسي، د هغو ښو کړنو يې شکرګزاره دی چې د هغه د رضا لپاره يې کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ