ایا دوى وايي چې ده په الله باندې له ځانه دروغ تړلي دي، ۔ نو كه الله وغواړي ستا په زړه به مهر ولګوي۔ او الله باطل محوه كوي او په خپلو كلماتو سره حق ثابتوي، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى (۲۴)
تفسیر
د مشرکانو له ګومانه دا خبره هم ده چې محمد صلی الله عليه وسلم دغه قرآن له ځانه جوړکړی او خپل پالونکي ته يې نسبت کړی، او الله پر هغوی د رد په توګه وايي: که چېرې دې نفس درته ووايي چې درواغ وتړې، هرومرو به دې پر زړه مهر ولګوم، او د درواغ تړونکي باطل به له منځه يوسم، او حق به پرېږدم، کله چې امر داسې نه دی، نو دا د نبي صلی الله عليه وسلم پر رېښتيولۍ دلالت کوي، چې هغه ته د خپل پالونکي لخوا وحي شوې ده، بېشکه هغه د خپلوبندګانو پر زړونو ښه پوه دی له هغه هيڅ هم پټ نه دي.