سوره الشورى (مشوره) (آیت 38)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۳۸

وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ 38 ٣٨

او د هغو كسانو لپاره چې د خپل رب حكم مني او لمونځ قايموي او د دوى كار په خپل مینځ كې په مشورې سره وي او ځینې له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ انفاق كوي (۳۸)

تفسیر
او هغه کسان چې د خپل پالونکي مني د هغه څه په ترسره کولو سره چې امر يې ورته کړی او هغه څه په پرېښودلو چې ترې منع کړي دي، او په بشپړه توګه لمونځ کوي او هغه خلک چې په هغو چارو کې چې هغوی لره مهمې وي په خپلو کې مشورې سره کوي او څه مو چې په روزۍ ورکړي د الله د خوښۍ لپاره يې لګوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ