سوره الشورى (مشوره) (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۴۶

وَمَا كَانَ لَهُمْ مِنْ أَوْلِيَاءَ يَنْصُرُونَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ ۗ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ سَبِيلٍ 46 ٤٦

او د دغو لپاره به هیڅوك دوستان نه وي چې له الله نه غیر له دوى سره مدد وكړي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي نو د ده لپاره هېڅ لاره نشته (۴۶)

تفسیر
او هغوی لره به داسې دوستان هم نه وي چې د قيامت په ورځ له اوره يې په ژغورلو سره مرسته وکړي، او څوک چې الله له حقه پرېږدي، لارورکی يې کړي، نو هغه لره هيڅکله داسې لار نشته چې تر حقه يې لارښوونې ته ورسوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ