سوره الشورى (مشوره) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۴۸

فَإِنْ أَعْرَضُوا فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ۖ إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا الْبَلَاغُ ۗ وَإِنَّا إِذَا أَذَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا ۖ وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَإِنَّ الْإِنْسَانَ كَفُورٌ 48 ٤٨

نو كه دوى مخ وګرځوي، نو ته مونږ په دوى باندې نګران نه يې لېږلى، په تا خو يواځې تبلیغ كول دي۔، بېشكه مونږ كله چې په انسان له خپل جانب نه رحمت وڅكوو (نو) هغه په ده سره خوشحاله شي۔ او كه چېرې دوى ته تكلیف ورسېږي په سبب د هغو (ګناهونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي۔ بیا خو دغه انسان یقینًا ډېر ناشكره دى (۴۸)

تفسیر
او که هغوی له هغه څه مخ وګرځولو چې امر دې ورته پرې کړی، نو ای رسوله! ته مو پر هغوی ساتونکی نه يې لېږلی چې عملونه يې وساتې، پرتا يوازې د هغه څه رسونه ده چې په رسولو يې امر درته شوی دی، د هغوی حساب پر الله دی، او که موږ انسان ته له خپل لوري د شتمنۍ، روغتيا او دېته ورته نورې لورېينې وروڅکو، هغه پرې خوشاله شي، او که انسانانو ته د هغوی د ګناهونو له امله ناوړه مصيبت ورسيږي، نو د هغوی طبيعت د الله پر نعمتونو کفر دی، د هغو ناشکري ده، او پر هغه څه غوسه کېدل دي چې الله په خپل حکمت مقدر کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ