سوره الشورى (مشوره) (آیت 49)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۴۹

لِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ يَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ الذُّكُورَ 49 ٤٩

خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، څه چې وغواړي هغه پیدا كوي۔ چا ته چې وغواړي جینكۍ وركوي او چا ته چې وغواړي هلكان وركوي (۴۹)

تفسیر
يوازې الله لره د آسمانونو پاچايي او د ځمکې پاچايي ده، له نارينه، ښځينه او دغه پرته نور څه چې وغواړي پيداکوي يې، چاته چې وغواړي ښځينه اولاد ورکوي او له نارينه يې بې برخې کوي، او چاته چې وغواړي نارينه اولاد ورکوي له ښځينه يې بې برخې کوي، او يا چې چاته وغواړي نارينه او ښځينه دواړه ورکوي او چاته چې وغواړي شنډوي يې چې اولاد يې نه کيږي، بېشکه هغه پر هغه څه ښه پوه دی چې کېدونکي دي او څه چې په راتلونکي کې کيږي، او دا د هغه له بشپړې پوهې او پوره حکمت څخه دي، له هغه څه پټ نه دي او نه يې څه عاجزولای شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ