سوره الشورى (مشوره) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۵

تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ ۚ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَنْ فِي الْأَرْضِ ۗ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ 5 ٥

اسمانونه دې ته نژدې دي چې د خپل له پاسه نه وچوي او ملايك د خپل د رب ستاينې سره تسبیح وايي او د هغه چا لپاره مغفرت غواړي چې په ځمكه كې دي. خبردار شئ! بېشكه الله، هم دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۵)

تفسیر
د هغه پاک ذات له لويۍ څخه نېږدې ده چې آسمانونه سره له خپل لوی والي او لوړوالي د ځمکې له پاسه وچوي، او پرېښتې د خپل پالونکي پاکي بيانوي، په عاجزۍ او درناوي هغه لره د ستاينې په حال کې تعظيم کوي، او هغه چا لره چې په ځمکه کې دي له الله څخه بښنه غواړي، خبر اوسئ همغه الله د خپلو بندګانو څخه چې څوک توبه ورته وباسي بښونکی او پر هغوی مهربانه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ