سوره الشورى (مشوره) (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۹

أَمِ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ ۖ فَاللَّهُ هُوَ الْوَلِيُّ وَهُوَ يُحْيِي الْمَوْتَىٰ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 9 ٩

ایا دوى له ده (الله) نه غیر كارسازان (او دوستان) نیولي دي، نو هم دغه الله كارساز دى۔ او هم دى مړي راژوندي كوي او هم دى په هر څیز باندې ښه قادر دى (۹)

تفسیر
بلکې دغو مشرکانو له الله پرته نور دوستان نيولي چې ملګرتيا يې وکړي، او الله په حقه دوست دی، له هغه پرته بل څوک نه ګټه رسولای شي او نه تاوان، هغه مړي را ژوندي کوي د حساب او بدلې لپاره په بيا راپاڅولو سره او هغه پاک ذات لره هيڅ شی نه شي عاجزه کولای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ