سوره الزخرف (سینگار) (آیت 10)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
43
الزخرف(الزخرف)، آیت ۱۰
الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَجَعَلَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
هغه چې تاسو لپاره يې ځمكه فرش ګرځولې ده او تاسو لپاره يې په دې كې لارې پیدا كړي دي، د دې لپاره چې نېغه لار ومومئ (۱۰)
تفسیر
الله هغه ذات دی چې ځمکه يې ستاسو لپاره فرش ګرځولې، نو هغه يې ستاسو لپاره پایمال[مناسبه د ګرځیدو] کړې چې تاسو په خپلو پښو پرې ګرځئ، او په هغې کې يې ستاسو لپاره د هغې په غرونو او شېلو کې لارې ګرځولې دي، په دې هيله چې په خپل تګ کې مو لارښوونه پرې ترلاسه کړئ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: