سوره الزخرف (سینگار) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




43 الزخرف(الزخرف)، آیت ۱۱

وَالَّذِي نَزَّلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَنْشَرْنَا بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا ۚ كَذَٰلِكَ تُخْرَجُونَ 11 ١١

او هغه ذات چې له بره نه يې اوبه په اندازې سره نازلې كړې دي، پس په دغو سره مونږ مړ ښار راژوندى كړى دى، همداسې به تاسو راوېستلى شئ (۱۱)

تفسیر
او هغه ذات چې له آسمانه يې دومره اوبه را اورولې دي چې ستاسو لپاره بسنه کوي، ستاسو د څارويو او کښتونو لپاره بسنه کوي، نو پر هغو مو وچ ښار را ژوند کړی چې هيڅ شينګی پکې نه وه، لکه څنګه چې الله دغه وچه ځمکه په شينګيوو را ژوندۍ کړې ده همداسې به تاسو په بېرته را پاڅولو را ژوندي کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ