سوره الزخرف (سینگار) (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




43 الزخرف(الزخرف)، آیت ۱۶

أَمِ اتَّخَذَ مِمَّا يَخْلُقُ بَنَاتٍ وَأَصْفَاكُمْ بِالْبَنِينَ 16 ١٦

ایا (تاسو دا وایئ چې) هغه (الله) له هغه چا نه، چې دى يې پیدا كوي، د ځان لپاره لوڼه نیولي دي او تاسو يې په زامنو سره غوره كړي يئ (۱۶)

تفسیر
ای مشرکانو آيا تاسو دا وايئ: چې الله د ځان لپاره له مخلوقه لوڼې ونيولې، او تاسو يې له اولاده په زامنو ځانګړې کړي یاست؟! دا وېش څه ډول وېش دی چې تاسو يې ګومان کوئ؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ