سوره الزخرف (سینگار) (آیت 71)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




43 الزخرف(الزخرف)، آیت ۷۱

يُطَافُ عَلَيْهِمْ بِصِحَافٍ مِنْ ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ ۖ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنْفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ ۖ وَأَنْتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 71 ٧١

په دوى به كاسې د سرو زرو او ګلاسونه ګرځول كېږي او په دغو (جنتونو) كې به هغه څه وي چې نفسونه (زړونه) د هغو خواهش كوي او سترګې (پرې) خوند اخلي۔ او تاسو به په دغو كې تل ترتله یئ (۷۱)

تفسیر
پر هغوی به يې خادمان د سرو زرو له داسې کاسو او پيالو سره راګرځي چې هيڅ عيب به نه لري، او په جنت کې به هغه څه وي چې زړونه يې غواړي، او سترګې يې په ليدو خوند اخلي، او تاسو به هلته پکې اوسېږئ او هيڅکله به ترې نه وځئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ