سوره الزخرف (سینگار) (آیت 77)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
43
الزخرف(الزخرف)، آیت ۷۷
وَنَادَوْا يَا مَالِكُ لِيَقْضِ عَلَيْنَا رَبُّكَ ۖ قَالَ إِنَّكُمْ مَاكِثُونَ
او دغه (دوزخیان) به اواز وكړي: اى مالكه! ستا رب دې مونږ مړه كړي، هغه (مالك) به ووايي: بېشكه تاسو (تل) ژوندي پاتې كېدونكي یئ (۷۷)
تفسیر
د دوزخ څوکيدار مالک ته به په دې ويلو آواز وکړي: ای مالکه، ستا پالونکی دې موږ مړه کړي، نو موږ به له عذابه په آرامه شو، مالک به په خپله وينا ځواب ورکړي: بېشکه تاسو په عذاب کې تل پاتې کېدونکي ياست نه مړه کېږئ او نه عذاب درڅخه پرې کيږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: