سوره الزخرف (سینگار) (آیت 85)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




43 الزخرف(الزخرف)، آیت ۸۵

وَتَبَارَكَ الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَعِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 85 ٨٥

او ډېر بركت ناك دى هغه ذات چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده او د هغه څه چې د دغو دواړو په مينځ كې دي او خاص له هغه سره د قیامت د علم دى او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېولى شئ (۸۵)

تفسیر
او د الله خير او هغه پاک ذات برکت زياتيږي، هغه ذات چې يوازې هغه لره د آسمانونو پاچايي ده او د ځمکې پاچايي ده او د هغو دواړو ترمنځ چې دي د هغو پاچايي ده، او يوازې هغه سره د قیامت د نیټې پوهه ده چې قيامت پکې رامنځته کيږي، له هغه پرته له بل چا سره يې پوهه نشته، او يوازې د هغه لوري په آخرت کې د حساب او بدلې لپاره ورګرځول کېږئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ