سوره الزخرف (سینگار) (آیت 86)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




43 الزخرف(الزخرف)، آیت ۸۶

وَلَا يَمْلِكُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ 86 ٨٦

او هغه معبودان چې دوى يې له دغه (الله) نه غیر بلي؛ د شفاعت هېڅ اختیار نه لري، مګر هغه څوك چې د حق ګواهي يې وركړې وي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي (۸۶)

تفسیر
او هغه شيان چې مشرکان يې له الله پرته عبادت کوي د الله په وړاندې د سپارښتنې واک نه لري، مګر هغه څوک چې دا شاهدي يې ويلې وي چې نشته د عبادت وړ مګر يوازې الله او هغه پوهيږي پر هغه څه چې شاهدې يې پرې ويلې ده، لکه عیسی، عزير او پرېښتې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ