سوره الدخان (لوګی)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
حم i
حا، ميم (۱)
وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ i
قسم دى په بیانوونكي كتاب (۲)
إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ ۚ إِنَّا كُنَّا مُنْذِرِينَ i
بېشكه مونږ دا (قرآن) په مباركه شپه كې نازل كړى دى، بېشكه مونږ وېروونكي وو (۳)
فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ i
په دغې (شپه) كې هر له حكمته ډك كار بیانولى (او بېلولى) شي (۴)
أَمْرًا مِنْ عِنْدِنَا ۚ إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ i
زمونږ له جانبه د حكم وركولو په وجه (حكم وركول دي زمونږ له جانبه) بېشكه مونږ (د رسولانو) لېږونكي وو (۵)
رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ i
ستا د رب د رحمت لپاره، بېشكه هم دى ښه اورېدونكى، ښه پوه دى (۶)
رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ إِنْ كُنْتُمْ مُوقِنِينَ i
چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي۔، كه تاسو یقین كوونكي يئ (۷)
لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ ۖ رَبُّكُمْ وَرَبُّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ i
نشته هېڅ یو حق معبود مګر هم دى دى، دى ژوندي كول كوي او مړه كول كوي۔، ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنیو پلرونو رب دى (۸)
بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ يَلْعَبُونَ i
بلكې دوى په شك كې دي، چې لوبې كوي (۹)
فَارْتَقِبْ يَوْمَ تَأْتِي السَّمَاءُ بِدُخَانٍ مُبِينٍ i
پس ته د هغې ورځې انتظار كوه چې اسمان ښكاره لوګى راوړي (۱۰)
يَغْشَى النَّاسَ ۖ هَٰذَا عَذَابٌ أَلِيمٌ i
چې خلق به پټ كړي دا ډېر دردوونكى عذاب دى (۱۱)
رَبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ إِنَّا مُؤْمِنُونَ i
اى زمونږه ربه! ته زمونږ نه دغه عذاب لرې كړه، بېشكه مونږ ایمان راوړونكي یو (۱۲)
أَنَّىٰ لَهُمُ الذِّكْرَىٰ وَقَدْ جَاءَهُمْ رَسُولٌ مُبِينٌ i
دوى ته به نصیحت اخيستل چېرته وي، حال دا چې دوى ته ښكاره بیانوونكى رسول راغلى و (۱۳)
ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَقَالُوا مُعَلَّمٌ مَجْنُونٌ i
بیا دوى له هغه نه مخ وګرځاوه او ويې ويل: (دا) تعلیم وركړى شوى دى، لېونى دى (۱۴)
إِنَّا كَاشِفُو الْعَذَابِ قَلِيلًا ۚ إِنَّكُمْ عَائِدُونَ i
بېشكه مونږ دغه عذاب لږ (وخت) لرې كوونكي یو۔، بېشكه تاسو بیا (كفر ته) راګرځېدونكي یئ (۱۵)
يَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرَىٰ إِنَّا مُنْتَقِمُونَ i
(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ نیول وكړو، تر ټولو غټ نیول، بېشكه مونږ انتقام اخيستونكي یو (۱۶)
وَلَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَجَاءَهُمْ رَسُولٌ كَرِيمٌ i
او یقینًا یقینًا مونږ له دوى نه مخكې د فرعون قوم ازمایلى و۔ او هغو ته ډېر عزتمند رسول راغلى و (۱۷)
أَنْ أَدُّوا إِلَيَّ عِبَادَ اللَّهِ ۖ إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ i
چې تاسو ما ته د الله بنده ګان (بني اسرائیل) راوسپارئ، بېشكه زه تاسو لپاره امانتګر رسول یم (۱۸)
وَأَنْ لَا تَعْلُوا عَلَى اللَّهِ ۖ إِنِّي آتِيكُمْ بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ i
او دا چې تاسو په الله سركشي مه كوئ، بېشكه زه تاسو ته ښكاره دلیل راوړونكى یم (۱۹)
وَإِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمْ أَنْ تَرْجُمُونِ i
او بېشكه ما پناه نیولې ده د خپل رب او ستاسو د رب، له دې نه چې تاسو ما سنګسار كړئ (۲۰)
وَإِنْ لَمْ تُؤْمِنُوا لِي فَاعْتَزِلُونِ i
او كه تاسو په ما ایمان نه راوړئ، بیا نو له ما نه په ډډه شئ (۲۱)
فَدَعَا رَبَّهُ أَنَّ هَٰؤُلَاءِ قَوْمٌ مُجْرِمُونَ i
بیا هغه له خپل رب نه دعا وغوښته چې بېشكه دغه مجرمان خلق دى (۲۲)
فَأَسْرِ بِعِبَادِي لَيْلًا إِنَّكُمْ مُتَّبَعُونَ i
نو (الله ورته وویل: چې) ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه ستاسو به تعاقب كولى شي (۲۳)
وَاتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا ۖ إِنَّهُمْ جُنْدٌ مُغْرَقُونَ i
او سمندر ولاړ (ساكن) پرېږده، بېشكه دوى دي ډوب كړى شوى لښكر (۲۴)
كَمْ تَرَكُوا مِنْ جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ i
دوى څومره ډېر باغونه او چېنې پرېښودلې (۲۵)
وَزُرُوعٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ i
او فصلونه او ډېر د عزت ځاى (۲۶)
وَنَعْمَةٍ كَانُوا فِيهَا فَاكِهِينَ i
او نور نعمتونه چې دوى به په هغو كې خوشاله وو (۲۷)
كَذَٰلِكَ ۖ وَأَوْرَثْنَاهَا قَوْمًا آخَرِينَ i
همداسې (مو دوى هلاك كړل) او دغه مو بل قوم ته په میراث وركړل (۲۸)
فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنْظَرِينَ i
نو په دوى اسمان او ځمكې ونه ژړل او نه دوى مهلت وركړى شوي وو (۲۹)
وَلَقَدْ نَجَّيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنَ الْعَذَابِ الْمُهِينِ i
او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیل له سپكوونكي عذاب نه خلاص كړل (۳۰)
مِنْ فِرْعَوْنَ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَالِيًا مِنَ الْمُسْرِفِينَ i
له فرعون نه، بېشكه هغه (فرعون) سركشه (او) له حده تېرېدونكو څخه و (۳۱)
وَلَقَدِ اخْتَرْنَاهُمْ عَلَىٰ عِلْمٍ عَلَى الْعَالَمِينَ i
او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بني اسرائیل) د خپلې زمانې په خلقو باندې غوره كړي وو په علم سره (په دې حال كې چې مونږ پرې عالمان وو) (۳۲)
وَآتَيْنَاهُمْ مِنَ الْآيَاتِ مَا فِيهِ بَلَاءٌ مُبِينٌ i
او دوى ته مونږ هغه نښې وركړې وې، چې په هغو كې ښكاره ازمايش و (۳۳)
إِنَّ هَٰؤُلَاءِ لَيَقُولُونَ i
بېشكه دغه (كفار) خامخا وايي (۳۴)
إِنْ هِيَ إِلَّا مَوْتَتُنَا الْأُولَىٰ وَمَا نَحْنُ بِمُنْشَرِينَ i
نه دى دغه (عاقبت او د كار خاتمه) مګر زمونږ ړومبنى مرګ دى، او مونږ به له سره بیا راژوندي نه كړى شو (۳۵)
فَأْتُوا بِآبَائِنَا إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ i
نو تاسو زمونږ پلرونو (ژوندي) راولئ! كه تاسو رښتیني یئ (۳۶)
أَهُمْ خَيْرٌ أَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ أَهْلَكْنَاهُمْ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا مُجْرِمِينَ i
ایا دوى (قریش) غوره دي، یا كه د تبع قوم او هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو، مونږ هغوى هلاك كړل، بېشكه دوى مجرمان خلق وو (۳۷)
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ i
او مونږ اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دواړو په مينځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي، په داسې حال كې چې عبث او لوبې كوونكي یو (۳۸)
مَا خَلَقْنَاهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ i
مونږ دوى دواړه نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره۔ او لېكن د دوى اكثره (خلق) نه پوهېږي (۳۹)
إِنَّ يَوْمَ الْفَصْلِ مِيقَاتُهُمْ أَجْمَعِينَ i
بېشكه د فیصلې ورځ د دوى د ټولو ټاكلې وعده ده (۴۰)
يَوْمَ لَا يُغْنِي مَوْلًى عَنْ مَوْلًى شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ i
هغه ورځ چې هېڅ یو دوست به د بل دوست هېڅ په كار رانشي او نه به له دوى سره مدد كولى شي (۴۱)
إِلَّا مَنْ رَحِمَ اللَّهُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ i
لېكن هغه كس چې الله پرې رحم وكړي، بېشكه دا (الله)، هم دى ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى (۴۲)
إِنَّ شَجَرَتَ الزَّقُّومِ i
بېشكه د زقوم ونه (۴۳)
طَعَامُ الْأَثِيمِ i
د غټ ګناهګار خوراك دى (۴۴)
كَالْمُهْلِ يَغْلِي فِي الْبُطُونِ i
د ویلې كړى شویو مسو (د تېلو تورې خټې) په شان چې په ګېډو كې به اېشیږي (۴۵)
كَغَلْيِ الْحَمِيمِ i
د ګرمو اوبو د اېشېدلو په شان (۴۶)
خُذُوهُ فَاعْتِلُوهُ إِلَىٰ سَوَاءِ الْجَحِيمِ i
تاسو دا ونیسئ، پس دى د جهنم بېخي مینځ له په سختۍ سره راكاږئ (۴۷)
ثُمَّ صُبُّوا فَوْقَ رَأْسِهِ مِنْ عَذَابِ الْحَمِيمِ i
بیا د ده د سر له پاسه د اېشېدلو اوبو له عذابه ورتوى كړئ (۴۸)
ذُقْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْكَرِيمُ i
(ده ته به وویل شي چې دغه عذاب) وڅكه، بېشكه هم دا ته ډېر زبردست، ډېر عزتمن يې (۴۹)
إِنَّ هَٰذَا مَا كُنْتُمْ بِهِ تَمْتَرُونَ i
بېشكه دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به په ده كې شك كاوه (۵۰)
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٍ i
بېشكه متقیان به په امن ناكه ځاى كې وي (۵۱)
فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ i
په جنتونو كې (۵۲)
يَلْبَسُونَ مِنْ سُنْدُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُتَقَابِلِينَ i
دوى به له نریو ورېښمو او پېړو ورېښمو جامې اغوندي، په داسې حال كې چې سره مخامخ به ناست وي (۵۳)
كَذَٰلِكَ وَزَوَّجْنَاهُمْ بِحُورٍ عِينٍ i
همداسې به وي۔ او مونږ به دوى د غټ سترګو سپینو سرو حورو سره ملګري كړو (۵۴)
يَدْعُونَ فِيهَا بِكُلِّ فَاكِهَةٍ آمِنِينَ i
دوى به په دغو جنتونو كې هر قسمه مېوې راغواړي، په داسې حال كې چې په امن به وي (۵۵)
لَا يَذُوقُونَ فِيهَا الْمَوْتَ إِلَّا الْمَوْتَةَ الْأُولَىٰ ۖ وَوَقَاهُمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ i
دوى به په دغو كې مرګ نه څكي۔ غیر له ړومبني مرګ نه (چې په دنیا كې تېر شوى دى) او دوى به (الله) د دوزخ له عذاب نه بچ وساتي (۵۶)
فَضْلًا مِنْ رَبِّكَ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ i
د خپل رب د فضل په وجه، هم دغه ډېره لویه كامیابي ده (۵۷)
فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ i
پس بېشكه هم دا خبره ده چې دا (قرآن) مونږ ستا په ژبه اسان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي (۵۸)
فَارْتَقِبْ إِنَّهُمْ مُرْتَقِبُونَ i
نو ته انتظار كوه، بېشكه دوى هم انتظار كوونكي دي (۵۹)