سوره الجاثية (زانو وهونکی) (آیت 14)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
45
الجاثية(الجاثية)، آیت ۱۴
قُلْ لِلَّذِينَ آمَنُوا يَغْفِرُوا لِلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ أَيَّامَ اللَّهِ لِيَجْزِيَ قَوْمًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ
(اى نبي!) ته هغو كسانو ته ووایه چې ایمان راوړى دى چې هغو كسانو ته دې بخښنه كوي چې د الله د ورځو (حوادثو) امېد نه لري۔، د دې لپاره چې دى (الله پخپله) یوې ډلې ته د هغوى د كړيو كارونو بدله وركړي (۱۴)
تفسیر
ای رسوله! هغو کسانو ته ووايه: چې پر الله يې ايمان راوړی او د هغه رسولان يې رېښتيني بللي، له هغو کافرانو چې د الله د نعمتونو او کړاوونو پروا نه لري د هغوی له هغو بدو کړنو دې تېريږي چې له دوی سره يې کړې دي، ځکه الله له صبرکوونکو مؤمنانو هر یوه ته او ظلم کوونکو کافرانو ته د هغه څه بدله ورکوي چې هغوی په دنيا کې کوم کارونه کوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: