سوره الجاثية (زانو وهونکی) (آیت 18)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




45 الجاثية(الجاثية)، آیت ۱۸

ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَىٰ شَرِيعَةٍ مِنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ 18 ١٨

بیا مونږ ته (د دين) په معامله كې په واضحه لاره باندې ودرولې، نو ته د دې پیروي كوه او ته د هغو خلقو د خواهشاتو پیروي مه كوه چې نه پوهېږي (۱۸)

تفسیر
بيا مو له خپل لوري ته پر داسې لاره، سنت او کړنلاره وګرځولې چې له تا مخکې مو خپلو رسولانو ته پرې امر کړی وو، چې ايمان او نېک عمل ته بلنه کوې، نو د دغه شريعت پيروي کوه، او د هغو کسانو د هوسونو پيروي مه کوه چې پر حق نه پوهيږي، د هغوی هوسونه له حقه لار ورکوونکي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ